د لاسرسي ځای

امريکا شمالي کوريا ته خبردار ورکړ چې د اټومي وسلو لاسته راوړ روان هڅې يې د رژيم د ختمولو او د خپلو خلکو د تباهۍ سبب کېدای شي.

د امريکا دفاع وزير جيمز مېټېس دغه بيان د چارشنبې پر روځ د امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ادعاو پر اساس جاري کړ چې وايي د امريکا اټومي وسلو ته څوک ماتې نه شي ورکولای او تمه لري چې هېڅکله به هېڅوک د دې استعمال ته هغه مجبوره نه کړي.

ميټېس وويل، د شمالي کوريا رژيم چې کوم د وسلو ځغل يا شخړه شورو کوي نو له ماتې سره مخامخېږي.

نوموړي په پيانګ يانګ غږ وکړ چې د اټومي وسلو لاسته راوړو هڅې پرېږدي او ځان دې نه يوازې کوي.

د ميټس له بيان څو ساعته وروسته شمالي کوريه خپله دړکه تکرار کړې او ويلي دي چې د جاپان په جزيرو او ګوام په ساحل ۴۰ کلوميټره په اوبو دننه د څلورو ميزايلو استعمالولو لپاره دوی خپلو پلانونو ته حتمي شکل ورکوي.

پيانګ يانګ د امريکا دړکې بې ځايه بللي او ويلي دي چې دوي له هغه امريکايې ولسمشر سره خبرې نه شي کولی کوم چې د دوي به خبره ((څه دليل نه لري))

XS
SM
MD
LG