د لاسرسي ځای

لغمان: ډورن برید شپږ مشکوک وسله وال وژلي


د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په بمباري کې د وسله والو مخالفانو د درې قومندانانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

دا خبره د افغانستان د سيميزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن پنجشنبه په يوه اعلاميه کې خپره کړې ده.

د اعلاميې له مخې، دا حمله بېګاه شپه شوې او په وژل شویو کې د وسله والو د قومندانان، شاه جهان او تازه ګل شامل وو.

اعلاميه زياتوي چې دغه کسان له يوې سيمې بلې ته تلل چې د هوايي بريد هدف وګرځېدل.

XS
SM
MD
LG