د لاسرسي ځای

د افغانستان کونړ امنیتي چارواکي وایي دناړۍ او دانګام ولسوالیو کې ددوه ماینونو د چاودیدو له امله ۷ ملکې وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

پاسوال جمعه ګل د چارشبنې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د شورو په ورځ دناړۍ او دانګام په ولسوالیو کې د سړکغاړې دوه ماینونه چاودیدلې چې په ناړۍ کې پکې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي او په دانګام کې دوه ځوانې جينکۍ ژوبلې دي.

قومندان وايي دواړه ماینونه وسله والو مخالفینو د عامو خلکو په لارو کې ځای پر ځای کړي و.

تراوسه وسله والو طالبانو د یادو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG