د لاسرسي ځای

شمالي کوریا وايي په ارام سمندرګي کې په امریکايي ګوام جزیره د برید لپاره د پلانونو کره جایزه اخلي.

دا خبره تر هغې وروسته شوې چې د امريکایي ولسمشرو ډونلد ټرمپ د سېشنبې په ورځ شمالي کوریا ته ګواښ وکړ چې په اور او قهر به ځواب ورکړي.

د شمالي کوريا سرکاري ټيليويژن د پوځ د خبرپاڼې په يادولو سره نن وويل چې کله ورته د هیواد مشر کیم جونګ اون اجازه ورکړي نو د ګوام جزیرې په لور د سټراټیجیک بلیسټیک میزایل یو برید ترسره کولی شي.

ګوام د امریکا لپاره له دې وجې مهمه مورچه ده چې له دې ځایه د ايشیا پیسیپیک په سیمه کې خپلې پوځي هلې ځلې پر مخ وړي.

امريکايي ولسمشر دونلډ ټرمپ تر دې وړاندې شمالي کوریا ته وويل چې امریکا ته د ګواښونو ورکولو په بدل کې به له ډیرو خرابو پایلو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG