د لاسرسي ځای

تازه خبر

څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي


د پاکستان پوځ وايي نن سهار وختي په بره دېر کې څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا پوځيان په سلطان خېل دره کې د عملياتو پر مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغلل. خبرپاڼه زیاتوي چې دغلته پټنځای کې يو ځانمرګي بريدکوونکي په ځان پورې چاوديدونکي مواد وچول، يو ووژل شو او بل ژوندی ونيول شو. په وژل شوو کې د دې عملياتو مشري کوونکی ميجرعلي سلمان هم وژل شوی دی.

تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG