د لاسرسي ځای

ایران له داعش سره تړلي ۲۷ مشکوکه کسان نیولي


ایران وايي د سني افراطي ډلې له اسلامي دولت سره تړاو لرونکي ۲۷ وسله وال یې نیولي، چا چې په دغه هېواد کې د بریدونو کولو لپاره پلانونه جوړول.

د ایران د استخباراتو وزارت د دوشنبې پر روځ وویل چې دغه کسان په سیمه کې د یو بل هېواد سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په صورت کې نیول شوي دي.

دوی د دغه هېواد نوم نه دی اخیستی او نه یې هم دا ویلي چې دا کسان څه وخت ونیول شول.

ایران وايي له دغو ۲۷ وسله والو څخه ۱۷ یې په ملک کې دننه نیول شوي او ۱۰ نور بیا د هېواد له پولو بهر تر نیول کیدو وروسته دوی ته سپارل شوي دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د جون په اومه پر ایراني پارلېمان او د ایت الله روح الله خمیني پر مزار د شویو دوو خونړو بریدونو مسولیت قبول کړی و.

XS
SM
MD
LG