د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې چاودنې یو تن وژلی ۴۱ ژوبل


پاکستاني چارواکي وايي بېګاه شپه د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې په یوه بمي چاودنه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي او یو تن وژل شوی دی.

د پنجاب د صوبايي حکومت ویاند ملک محمد احمد خان د دوشنبې پر ماښام وویل چې بم د میوو په یوې لارۍ کې ځای پر ځای شوی و. په ژوبل کې د درېوو کسانو وضعه نازکه ښودل شوی دی.

د چاودنې له کبله یوه نږدې پرته ودانۍ او څو ګاډي هم زیانمن شوي دي. په سم لاسي ډول د پېښې مسولیت چا نه دی قبول کړی.

په روان کال کې لاهور ښار څو وارې د لویو ترهګري پېښو شاهد و.

تېره میاشت یوه بمي چاودنه کې چې مسولیت یې پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی و لږه تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي وو چې دوه پکې د پولیسو افسران وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG