د لاسرسي ځای

د افغانستان د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکې وايي د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي بېګاه شپه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهم امرخیل د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل،چې بې پیلوټ الوتکې دغه بربد بېګا شپه شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند

بارو نومې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یو مرکز کړي چې پر مهال یوه موټر وسلې په کې باروې هم له منځه تللي دي.

نوموړی وايي په دغه وژل شوي کې یو شمیر پاکستاني طالبان هم شامل وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG