د لاسرسي ځای

'د افغانستان په اړه به د امريکا نوې ستراتېژي ژر اعلان شي'


د امريکا بهرنيو چارو وزارت يو چارواکی وايي، د افغانستان په اړه به د امريکا نوې ستراتېژي په نېږدې راتلونکي کې اعلان شي.

د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې د جنوبي او مرکزي اسيا د برخې د معينيت سرپرستې مېرمن الس وېلز دا خبره پرون په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين حکمت خليل کرزي سره په کتنه کې وکړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خپله اعلاميه کې ويلي چې دواړو چارواکو د افغانستان پر سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيت، د سولې پر پروسې او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

په همدې حال کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جنرال مک‎مسټر د شنبې په ورځ له امريکايي رسنيو سره په مرکه کې ويلي، که څه هم ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه هر اړخیزه ستراتېژي نه‎ده اعلان کړې، خو په پوځي برخه کې يې ځيني تصاميم نيولي دي.

بل‎خوا جمهوري رياست وايي، مېرمن وېلز پرون له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG