د لاسرسي ځای

اسرايلو د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د الجزيرې ټېلیویزن خپرونې بندوي.

اسرايلو دغه ټي وي شبکه چې له قطره خپرونې کوي، تاوتريخوالي ته په لمن وهلو تورنه کړې ده.

دغه پلان په داسې حال کې اعلانېږي چې ګڼو عربو هېوادونو د يو لړ سياسي لانجو له کبله، له مخکې په خپل قلمرو کې د دې ټي وي چېنل شبکې دفترونه تړلي دي.

د اسرایلو د اطلاعاتو وزير ايوب کارا وويل، په پام کې لري چې د الجزيرې خبريالانو مطبوعاتي اجازتنامې کېنسل کړي چې په دې توګه يې په اسرايلو کې د کار کولو مخه ونيول شي او په بيت‌المقدس کې به‌ يې دفترونه وتړل شي.

کارا يوه خبري کنفرانس ته وويل، الجزيره ټېلویژني شبکه د داعش، حماس، حزب‌الله او ايران لپاره په يوه اساسي وسيله بدله شوې ده.

الجزيرې ټېلیویېژن دا ګام غير ډموکراتيک بللى او ويلي يې دي چې په دې برخه کې به قانوني اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG