د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې یوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی


د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې، یوه خاوند د کورني تاوتریخوالي له امله، د خپلې ښځې سر پرې کړی او وژلې یې ده.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د پنجاب د مرکز لاهورپه «شامکې بټیا» نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه ورځپاڼه د یادې سیمې د پولیسو د یوه چارواکي مهر ممتاز په حواله وايي چې د دغې سیمې یوه اوسېدونکي «افراهیم» د خپلې ۳۷ کلنې مېرمني «نسرین» سر له دې امله پرې کړی چې هغې د افراهیم پر منع کولو سربېره هم دنده نه وه پرېښې.

د راپور له مخې، وژل شوې مېرمن د ۳ بچو مور وه او د لاهور په رایونډ سیمه کې یې په یوه کارخانه کې کار کاوه چې د خاوند پر بیا بیا منع کولو سربېره یې هم دنده نه وه پرېښې او د یکشنبې په ورځ چې کله هغه په کور کې یوازې وه،نو خاوند یې هغه وژلې او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

پولیسو د پېښې خای ته تر رسېدو وروسته شواهد غونډ کړي او همداشان یې د پېښې تحقیقات او د افراهیم د نیولو هڅې پیل کړي او دغه پېښه یې "ناموسي وژنه" بللې ده.

په پاکستان کې هر کاللسګونه نجونې او ښځې د مشکوکو ناموسي وژنو ښکار کېږي.

که څه هم تېر کال په پاکستان کې د دغو وژنو د مخنیوي لپاره نوي قوانین رامنځته شول چې له مخې یې په دې ډول پېښو کې ککړو کسانو د بخښنې او له هغو سره د سولې کولو اختیار ختم کړی شو، خو سربېره پر دې، لا هم په دې هېواد کې د ناموسي وژنو لړۍ روانه ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بشري حقونو ګڼ شمېر فعالانو په دې هېواد کې مشکوکې ناموسې وژنې غندلي او له حکومته یې بیا بیا غوښتي چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG