د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزير قبيلې په اړه د پاکستان د يوه شخصي ټيلي ويژن د کوربه د څرګندونو پرضد مظاهره


د وزير قبيلې په اړه د پاکستان د يوه شخصي ټيلي ويژن د کوربه د څرګندونو پرضد مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

په اسلام اباد کې د شنبې په ورځ ځينو پښتنو د پاکستان د شخصي ټيلي ويژن بول د کوربه عامر لياقت حسين د څرګندونو پرضد مظاهره کړې ده. عامر لياقت ويلي وو چې (( ګلالۍ د پښتنو وزير قپیله ده چې حرصمنه او دوکه ورکونکې ده.)) ده دا خبرې د قامي اسمبلۍ د غړې عايشه ګلالۍ له خوا د تحريک انصاف پر مشر عمران خان د تورونو لګولو په تناظر کې کړې وې. عايشه ګلالۍ د پښتنو له وزير قبيلې سره تړاو لري. نوموړي وروسته پر خپلو دغو خبرو بخښنه و غوښته. له اسلام اباده د محمد عمران رپورټ

XS
SM
MD
LG