د لاسرسي ځای

امريکا دي د اټومي تړون په اړه خپله ذمه واري پوره کړي: حسن روحاني


د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، که امریکا د اټومي موافقې په وړاندې خپله ذمه واري پوره نه کړي نو دوي به په دې اړه خاموشه پاته نه شي.

نوموړي د شنبې په ورځ د ایران د ولسمشر په توګه د دويم ځل لپاره سوګند پورته کولو دستوري تهد وينا پر مهال دا خبره وکړه.

د سوګند پورته کولو دستوري کې د بهرنيو هيوادونو تر سلو زيات استازي موجود وو.

په دي موقع ولسمشر حسن روحاني وويل چې دوي به له اټومي تړونه سرغړونه و نه کړي خو بايد امريکا په خپلو ژمنو ودرېږي.

نوموړي دا څرګندوني په داسي حال کې کړي چې واشنګټن تېره میاشت پر ایران د توغنديو جوړولو د پروګرام او له ترهګرو ډلو سره د ملاتړ د ادعاوو له امله نوي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG