د لاسرسي ځای

اسلام اباد: په نړیواله غوڼده کې د امن پر راوستلو بحث کېږي


د غونډې ګډونوال

د پاکستان د ټېنس نړیوالې لوبغاړې ماریې تورپېکۍ وزیرې د لوبو له لارې د امن لپاره پر هلو ځلو ګډونوالو ته وینا او مالومات ورکړي.

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې ځایناستې مرستیالې سفیرې کرسټینا ټوملنسن په مشرۍ کې د پاکستان او امریکا د تبادلې پروګرام شبکې تر سیوري لاندې یو نړیوال امن کانفرنس پرانستل شو.

په اسلام اباد کې د امریکايي سفارتخانې لخوا د خپرې شوې خبرپانې له مخې په دې غونډه کې تر ۲۰۰ زیات زده کوونکي برخه اخلي.

د غونډې ګډونوال د امن لپاره پر نړیوالو هڅو بحث کوي. په غونډه کې پر دې شبکه سربېره په افغانستان، بګله دیش، انډونیشیا، نیپال او ترکي کې د امریکايي تبادلې پروګرام برخه اخیستونکي هم ګډون کوي.

په دې نړیواله غونډه کې د ژوند له بېلا بېلو اړخونو سره اړه لرونکي ګډون وال او ځانګړي مېلمانه ویناوې کوي.

د پاکستان د ټېنس نړیوالې لوبغاړې ماریې تورپېکۍ وزیرې د لوبو له لارې د امن لپاره پر هلو ځلو ګډونوالو ته وینا او مالومات ورکړي.

د یادې غونډې یو ګډونوالې ګلمینې بلال د امن په راوستلو کې د رسنیو پر رول رڼا اچولې ده.

د دې تر څنګ ، د سولې په راوتسلو کې د مذهبي ورورولۍ ، سیمه ییز امن اړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

کرسټینا ټوملنسن وویل چې دا غونډه د استادانو، زده کونکو،خبریالانو، کارکونکو، هنرمندانو او حکومتي استازیو په حیث ګډون والو ته یوه موقع ورکوي چې په خپلو کې سره خبرې وکړي او د ټولنې د مضبوطولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د امریکا حکومت د پاکستانیو وګړیو د سفر او تعلیم په مقصد د تبادلې په پروګرامونو کې هر کال 40 ملین ډالره سرمایه کاري کوي.

د غونډې یو برخه
د غونډې یو برخه

د غونډې بله برخه
د غونډې بله برخه

XS
SM
MD
LG