د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس د هیرو په کان کې د لادرکه شویو کسانو پلټنې دوام لري


د روس د هیرو په تر ټولو لوی کان کې ژغورونکي لا هم د اته کان کیندونکو درک معلومولو لپاره هڅې کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جمعې پر ورځ د سیلاب اوبه هغه وخت کان ته ورننوتې چې پکې ۱۴۲ کان کیدونکي موجود ول.

چارواکو ویلي چې یو کان کیندونکی نن ژغورل شوی چې په کمزوري حالت کې روغتون ته یوړل شو.

د روس د هیرو کاروبار لویې کمپنۍ الروسا ویلي چې په سخا سیمه کې په میر نومي کان کې چې پرون د سیلاب اوبه ورننوتې نو ۱۳۳ کان کیندونکي وژغورل شول.

د سخا سیمې مشر یګیر بوریسفوف ویلي چې په کان کې د اوبه سطح په ځای ولاړه ده، د هوا او برقي نظام یې هم سم دې نو ځکه هیله ده چې باقي پاتې کسان ژوندي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG