د لاسرسي ځای

چین یو ځل بیا له هنده غوښتنه کړې ده چې د همالیې په غرونو کې د هغه لانجمنې سیمې نه خپل ځواکونه لیرې کړي چېرته چې د هند، چین او بوټان سرحدونه له یو بل سره یوځاي کېږي.

د چین سرکاري ټي وي نن ویلي دي چې په دوکلام سیمه کې د هندي ځواکونو په موجودګۍ د چین له خوا د څه ګام پورته کولو نه ډډه هم خپل حدونه لري.

هند د روان کال د جون په میاشتې کې له هغه وروسته دوکلام ته خپل ځواکونه ولېږل کله چې بوټان ګیله وکړه چې چین په دغه سیمه کې د یو سړک په جوړولو لاس پوری کړی دی.

چین ادعاوي کوي چې دوکلام د دغه هېواد د خپلواکه سیمې تبت برخه ده.

چین او بوټان د کال نولس سوه اتیایمې لسیزې راهیسې په دغه لانجمنه سیمه د یو بل سره مذاکرات کوي.

XS
SM
MD
LG