د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند پر ګرشک ولسوالۍ د وسله والو برید دوام لري


د هېلمند په ګرېشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، وسله وال په بازار کې یوه شخصي مارکېټ ته ختلي دي او جګړه روانه ده.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، مارکېټ ته ختلي وسله وال محاصره دي او په پارچاو سیمه کې پر امنیتي پوستو هم خال خال ډزې روانې دي.

ده په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه تفصیل ورنکړ. وسله والو طالبانو لا د نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG