د لاسرسي ځای

د لوړې مراسم د اګست پر څلورمه سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د ولسمشر ممنون حسین په دفتر کې وشول.

د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په کابینه کې ځېنې پخواني او ځینې نوي وزیران دي.

د کورنیو چارو نوی وزیر احسن اقبال دی، د بهرنیو چارو وزارت خواجه اصف او د دفاع وزارت خرم دستګیر ته ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر چودري نثار علي خان ته په کابینه کې هېڅ وزارت نه دی ورکړل شوی.

تېره جمعه د پاناما اسنادو د قضیې په تړاو سپریم کورټ فیصله واوروله چې پکې یې پخوانی وزیراعظم نواز شریف نااهله وګرځاوه.

تر دې فیصلې وروسته نوموړی له دندې لرې شو چې ورسره سم، کابینه هم ړنګه شوه. د سې شنبې پر ورځ قامي اسمبلۍ د واکمن مسلم لیګ (ن) شاهد خاقان عباسي نوی وزیراعظم وټاکه.

XS
SM
MD
LG