د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د روس له کبله مې ټاکنې نه دي ګټلي


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، تېر کال یې انتخابات د روسیې له کبله نه دي ګټلي.

نوموړي بېګا ناوخته په غربي وېرجېنیا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته وویل، ډېر خلک پوه دي چې د دوی په کیمپېن کې هېڅ روسان نه ول.

دوی د روسیې له کبله نه بلکې د خلکو د ملاتړ له کبله انتخابات وګټل.

نوموړي دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې رسنۍ وايي،د امریکا د عدلیې وزارت پر انتخاباتو د روسیې د اثر هڅو د تورونو د پلټنې لپاره یوه لویه جرګګۍ جوړه کړې.

ټرمپ چې خپله رېپبلېکن دی، پر ډېموکراټ ګوند یې تور پورې کړ چې د روسیې په اړه یې کیسه له ځانه جوړه کړې او درواغ ده.

هلته والسټریټ ژورنال او نورو رسنیو ویلي، د عدلیې په وزارت کې ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر په واشنګټن کې یوه لویه جرګګۍ جوړه کړې چې دا معلومه کړي چې ایا د ټرمپ د کیمپېن کسانو له روسیې سره پټ لاس یو کړی وو او که نه؟

مسکو په بیا بیا په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG