په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره د افغانستان پر مسلې خبرې وکړې.
دا غونډه د چارشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکزي دفتر کې وشوه.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي په دغه ناسته کې دواړه لوري پر امنیتي موضوعاتو او د سرحد د امنیت د انتظام پر مسلو غږېدلې دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګه زياتوي جنرال قمر باجوا په افغانستان کې په وروستيو ترهګريزو بريدونو کې پر وژل شویو د خپګان څرګندونه کړې.
د يادونې ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړيکو کې کړکيچ دی.
کابل پاکستان له وسله والو سره په ملاتړ تورنوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.