د لاسرسي ځای

امريکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ په دې وروستيو کې په افغانستان کې د لوړ پوړي امريکايي پوځي قومندان د لرې کولو وړنديز کړی.

د چارشبنې پر ورځ رسنيو راپورنه ورکړل چې ټرمپ له دې کبله دغه وړنديز کړی چې نوموړی په افغانستان کې د طالبانو پروړاندې په ټپه ولاړ جنګي حالت مايوسه کړی.

د راپورونو ترمخه ټرمپ تېره مياشت له مشيرانو سره د ملاقات پر مهال د افغانستان په جګړه کې په نه پرمختګ د غوسې څرګندونه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې دا دې مالومه کړل شي چې په افغانستان کې به د دوی د ۱۶ کلنې جګړې د ختمېدو حتمي پلان څه وي؟

دا راپورونه ای پي او رويټرز خبري اژانسونو او نورو رسنېو د ناڅرګنده امريکايي چارواکو په حواله ورکړي دي.

ياده غونډه وروسته له هغو کړکېچنه شوه کله چې امريکايي ولسمشر وويل، بايد د امريکا دفاع وزير او دګډو ځواکونو مشر په افغانستان کې د نړیوالو او امریکایي ځواکونو د مشر جنرال جان نکولسن پر لرې کولو غور وکړي.

د ده په خبره ځکه چې هغه په افغانستان کې جنګ نه ګټي.

XS
SM
MD
LG