د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي


د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې د کندهار په ښار کې د ناټو ځواکونو په قافله د چارشنبې پر ورځ موټر بم چاودنې له امله دوه امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د امريکايې پوځ ویاند جیف ډیویس د دوو عسکرو مړینه تاید کړه خو د ژوبل شویو پوځیانو د شمير او شناخت په اړه یې په سمدستي ډول څه وضاحت نه دی ورکړی.

طالبانو د دې برید زمه واري منلې او ادعا یې کړې ده چې د ناټو ۱۵ سرتېري یې وژلي دي.

يو ځايي امنيتي چارواکی وايي بريد د کندهار له هوايې مېدان سره نږدې شوې.

دا مهال په افغانستان کې شا وخوا ۱۳۵۰۰ زره امريکايې او ناټو سرتيري موجود دي.

امريکايې انتظاميه د طالبانو پرضد جګړې لپاره د اضافي سرتيرو پر لېږلو غور کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG