د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې دوو ځانمرګو بریدونو د مړیو شمېر ۳۵ تنو ته ورسېد


د افغانستان د هرات په ښار کې د جوادیه په جومات کې د سېشنبې په ماښام په دوو ترسره شوو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو شمير ۳۵ ته ورسيد.

د هرات د سيمه ييز روغتون د رسنیو مسوول محمد رفیق شیرزي د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته د دې شمیرې د تایید ترڅنګ وویل چې په دې حمله کې ۶۷ کسان نور ژوبل شوې دي چې په دې ډله کې د ۱۶کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی او هغوی د درملنې لپاره د ایران مشهد ښار ته انتقال شول.

داعش د دې برید زمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG