د لاسرسي ځای

ډاکټران وايي چې د پېښور په تاکال سيمه کې ډېنګي تبې وبايې بڼه اخېستې چې پکې تر دې دمه څلور کسان وژل شوي دي.

د خېبر ټيچېنګ روغتون مشر،ډاکټر روح المقيم د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د ډېنګي ناورغي رپورټ شوې خو له تاکال سيمې په تېرو دوو اونيو کې ۶۱ د ډېنګي ناروغان د دوی روغتون ته راوړل شوي دي.

نوموړی وايي د دې ناروغۍ د علاج لپاره پوره اسناتياوې نه لري خو حکومت به يې څو ورځو کې ورکړي.

ده وویل،ډېنګي ناروغۍ يو داسې ماشي په وسيله خورېږي چې په ولاړ ابو او ډنډونو کې وي.

XS
SM
MD
LG