د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د عراق سفیر فرزدق زهیر الغلای وايي ، ډېر زر به په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

دا خبره فرزدق زهیر الغلای د سېشنبې په ورځ ناوخته له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو کتو پر مهال کړې ده.

په کابل کې د عراق سفارت د دوشنبې په ورځ تر هغه برید وروسته تړل شوی وو چې د یاد سفارت دوه افغان ساتونکي پکې وژل شوي وو.د دې برید زمه واري د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه.

XS
SM
MD
LG