د لاسرسي ځای

عایشه ګلالۍ: عمران خان ښځو ته غیراخلاقي میسجونه کوي


عایشه ګلالۍ وزیر

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ وزیر نه یوازې له تحریک انصاف څخه استعفی کړې ده بلکې د ګوند پر مشر عمران خان یې سخت تورونه پورې کړې دي.

عایشته ګلالۍ وزیر بېګا په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې د عمران خان او ځینو نورو کسانو له کبله په تحریک انصاف کې د مېرمنو عزتونه نه دي خوندي.

نوموړې زياته کړه ، د دې خبرې سپینولو لپاره دې د پاکستان مواصلاتي اداره د عمران خان د موبایل ریکارډ وګوري چې هغه ښځو ته څنګه غیراخلاقي پېغامونه لېږي. عايشه ګلالۍ پر دې سربېره د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک هم په درغلۍ او اداري فساد تورن کړ.

که څه هم عمران خان تر اوسه په دې اړه څه غبرګون ندی ښودلی خو د شېرین مزاري په مشرۍ کې د تحریک انصاف ځينو مېرمنو تېر مازيګر بېلې خبري غونډې ته وویل چې د عایشه ګلالۍ تورونه بې اساسه دي.

دوي وویل ، نوموړې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د قومي اسمبلۍ د اېن اې يو ټکټ غوښتنه کوله کومه چې ونه منل شوه.

XS
SM
MD
LG