د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او چین د امریکا پر بیان غبرګون وښود


روس او چین د جولاۍ پر۳۱مه د امریکا د هغه بیان په اړه غبرګون ښودلی چې پکې دواړه هېوادونه د شمالي کوریا د ایټمي فعالیتونو مخنیوي لپاره په کافي کار نه کولو تورن شوي دي.

د تیرې اونۍ په پای کې شمالي کوریا د داسې یوه میزایل تجربه وکړه چې امریکا په نښه کولای شي.

تر ازموینې وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي ول، په دې ډېر مایوسه دی چې چین له امریکا سره د ملاتړ په غرض شمالي کوریا ته د سزا ورکولو لپاره هېڅ نه دي کړي.

ټرمپ وویل چې چین دا مسله په اسانه هوارولای شي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د جولاۍ پر ۳۱مه وویل چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو لخوا روس او چین د تورونولو بې بنیاده هڅې کیږي او دا چې پر ماسکو او بیجنګ د شمالي کوریا د ایټمي فعالیتونو او میزایل تجربو تورونه لګول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG