د افغانستان د ولسي جرګې وکيله پروین نورستانۍ په ټرافیکي پېښه کې وژل شوې.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې پروین نورستانۍ د دوشنبې په ورځ شاوخوا څلور بجې دکابل جلال اباد په لویه لاره د درونټې سورنګ ته نیږدې په یوې ټرافیکي پېښه کې د ترافیکي پېښې له امله وژل شوې.
د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي په دې پېښه کې درې تنه نور زخميان شوي چې اوس د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي.