د لاسرسي ځای

مايک پنس: د بالټیک هېوادونو سره ولاړ يو


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پينس د ايسټونيا، لاتويا او ليتوانيا ولسمشرانو سره په ملاقات کې ويلي چې واشنګټن د اروپا په ختیځ کې د بالټیک هېوادونو سره ولاړ دی. نوموړي په ايستونيا کې د خبرو پر مهال نن وويل چې د روس وروستئ څرګندونې به امريکا له خپلو هدفونو بلې خوا ته وانه ړوي.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په روس کې د ۷۵۵ امریکايي سفارتي کارکوونکو د کمولو غوښتنه وکړه. واشنګټن وايي د روس دا ګام غېر ضروري دی او دوی ورته په ممکنه جواب ویلو غور کوي. پوتين د روس سرکاري ټيليويژن ته ويلي چې په هېواد کې يې دا مهال له زرو زيات امريکايي سفارتي کارکوونکي موجود دي.

پوتين تر هغې وروسته دا خبرې کړې چې امریکايي کانګریس د روس خلاف د نويو بندیزونو بل منظور کړ.چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لاسلیک سره به د قانون برخه شي.

XS
SM
MD
LG