د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د داعش پر مرکز ډرون برید شوی


د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په شیګل ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې یو مهم مرکز په نښه کړی.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت مشال راډيو ته وویل چې دغه حمله نن سهار نهه بجې ترسره شوې ده چې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان په ګډون د دې ډلې ۷ غړي وژل شوې دي.

نوموړي په دې نور جزییات ورنکړل.

د یادونې وړ ده چې په تیرو څو میاشتو کې په کونړ کې د داعش ډلې پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د بې پلیوټه الوتکې حملې ډيرې شوي او دغې ډلې ته درانه تلفات اړولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG