د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نرښځیانو اتحادیه وايي حکومت یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې


د خېبر پښتونخوا د خواجه سراو د اتحاديې مشرې فرزانې بي بي د خېبر پښتونخوا پر حکومت غږ کړی دی چې له خواجه سراو سره کړې ژمنې دې ژر تر ژره پوره کړي.

نوموړې د جمعې پر ورځ په پېښور کې پرېس کلب کې يوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت دوی ته په اسلام اباد کې په روغتونونونه کې د اعلاج کولو لپاره یو یو واټ، د صحت کارډونه،کورونه،کاروبار او په هره میاشت کې د درې زرو روپۍ تنخواګانې د ورکولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې هېڅ هم نه دي کړي.

صوبايي حکومت تر دا مهال د خواجه سراو د دې تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي خو وړاندې یې ويلي وو چې د خواجه سراو د بشري حقونو خوندي کولو په اړه به يو قانوني بل اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG