د لاسرسي ځای

د مومندو قبايلي سيمې پولیټکل چارواکي وايي چې د جمعې پر شپه د حليمزو تحصيل د ميامنډۍ په شاني خېلو کې نامالومه وسله والو د يوې کورنۍ درې کسان وژلي دي.

د چارواکو په خبره بېګا شپه نامعلومه وسله وال د یو ځايي اوسېدونکی صادق نومې کس کور ته ورغلی او د کورنۍ پر غړیو يې ډزې وکړې چې پکې له صادق سره د هغه ښځه او یو زوی یاسین ووژل شو.

د چارواکو په وینا ، وسله والو د دې کسانو تر وژلو وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.

یاده دې وي چې پنځه کاله وړاندې د صادق ورور ولایت شاه هم د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی وو.

د یادې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG