د لاسرسي ځای

د امریکا سېنېټ پر روس د بندیزونو مسوده منظوره کړه


د امریکا سېنېټ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اعتراضونو او د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د غبرګون ژمنې باوجود هغه مسوده تقریباً په یوه خوله منظوره کړې چې پر روسیې بندیزونو ته قانوني حیثیت ورکوي.

سېنېټ تېر مازیګر د دوو مخالفو رایو په مقابله کې په ۹۸ ووټونو مسوده منظوره کړه چې د روسیې تر څنګ پر ایران او شمالي کوریا هم نوي بندیزونه لګوي.

دا مسوده اوس سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک یا ویټو لپاره استول شوې ده.

د امریکا د استازو جرګې ۴۱۹ غړو وار له مخه د مسودې په حق او درو یې په مخالفت کې رایې ورکړې دي.

دا د ټرمپ د واکمنۍ له پیل راهیسې د کانګرس له لوري د بهرنیو چارو په اړه لومړۍ مسوده ده چې منظوره شوې.

ټرمپ له روسیې سره د اړیکو ښه کولو کیمپېن کړی دی خو د خپلې دندې له پیل راهیسې، د ده په انتخابولو کې د روسیې د رول د تورونو د پلټنو په جنجال اخته دی.

د دې مسودې د بندیزونو موخه په امریکايي انتخاباتو کې د روسیې د مشکوکې لاسوهنې، پر اوکراین د تعرض او د شام په خونړۍ کورنۍ جګړه کې د هغه هېواد د حکومت ملاتړ له کبله مسکو ته سزا ورکول دي.

که ټرمپ دا مسوده ویټو کوي نو تمه ده چې دا به د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو کې کافي ملاتړ تر لاسه کړي چې د ولسمشر ویټو باطله کړي.

روسي ولسمشر پوتین په بیا بیا په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG