د لاسرسي ځای

د القاعدې شبکې اعلان کړی چې یو وسله وال مشر به د هند تر واک لاندې کشمیر کې د یوې نوې ډلې مشري کوي چې په هغه لانجمنه سیمه کې د هندۍ واکمنۍ ضد وجنګېږي.

دا لومړی ځل دی چې القاعدې په ښکاره دعوه کړې ده چې په هغه سیمه کې فعاله ده. د اسلامي رسنیو د نړیوالې جبهې په نوم یوې ډلې تېر ماښام دا اعلان خپور کړی چې پکې راغلي چې کشمیری وسله وال ذاکر موسا به د القاعدې د انصار غزوات الهند په نوم د ډلې مشري کوي.

په اعلان کې راغلي چې دا ډله به د جهاد له لارې د ظالمو هندیو یرغلګرو د تېري مقاومت کوياو خپل ټاټوبی کشمیر به ازادوي.

موسا په وروستیو کې د کشمیري یاغیانو له تر ټولو لویې ډلې حزب المجاهدینه بېل شو.

تر دې مخکې هېڅ نړیوالې سختدریځې ډلې په کشمیر کې ښکاره فعالیت نه دی کړی.

هندي چارواکي وايي، د القاعدې دا اعلان د کشمیر په بېلتونپالي غورځنګ کې د نظریاتي بدلون ښکارندويي کوي.

XS
SM
MD
LG