د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي کانګريس د روسيې پر ضد بنديزونو لګولو باندې موافقې ته رسېدلی


په امريکايې کانګرس کې پرون (چارشنبه) ناوخته د ريپبلېکن ګوند مشرانو وويل چې دوی يوې داسې موافقې ته رسېدلي دي چې له مخې به يې پر هغه قانوي مسودې حتمي اقدام پورته کولو ته لار هواره شي چې هدف يې د روسيې پر ضد بنديزونه په يو قانون کې رانغښتل او ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې منع کول وي چې په اسانه دغه بنديزونه لرې نه کړي. دا قانوني مسوده د روان کال د جولای پر ۲۵مه د استازو په جرګه کې تصويب شوه خو په سېنټ کې يې هغو سېنېټرانو مخه ونيوله چې د استازو جرګې د دې پريکړې مخالف ول چې د شمالي کوريا پرضد بنديزونه دې هم له دې قانوني مسودې سره وتړل شي. دغه قانوني مسوده چې سېنټ ته وړاندې ته شوې، يوازې پکې پر ايران او روسيې د بنديزونو لګولو خبره شوې وه.

د سېنټ د بهرنيو چارو کمېټې مشر باب کورکر د ايوان له مشرانو سره تر اوږدو خبرو وروسته وويل:

((زه ډېر خوشاله يم چې دا خبره اعلان کړم چې موږ يو داسې موافقې ته رسېدلي يو چې موږ ته د دې اجازه راکوي چې د بنديزونو قانون د ولسمشر مېز ته ورسوو))

کورکر له ياد بل سره د شمالي کوريا پرضد د بنديزونو تړلو په اړه خپل اعتراض بېرته واخيست او ويې ويل چې هغه دا قانوني مسوده په دې هيلې سره منظورۍ ته پرېږدي چې ايوان به د شمالي کوريا پرضد د بنديزونو جزيات وروسته سم کړي.

د دې بل هدف د هغو بنديزونو په يو قانون کې احاطه کول دي چې پخواني امريکايې ولسمشر بارک اوباما د روس لخوا د تېرکال په امريکايې انتخاباتو کې په مشکوکه لاسوهنې او په ۲۰۱۴ م کال کې د اوکراين کرايميا ټاپووزمه له روس سره د الحاق له کبله د ماسکو پرضد جاري کړي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG