د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود کې غېر راجسټر افغان کډوالو ته د سيمې پريښودو امر شوی


د قبايلي سيمې خېبر اېجنسۍ مرستيال پولیټیکل اېجنټ محمد ریاض تېر ماښام (چارشنبه) له قبايلي مشرانو سره تر يوې جرګې وروسته امر کړی چې په جمرود تحصيل کې مېشت هغه افغان کډوال چې مهاجر کارډ يا نور قانوني اسناد لري، د ذمه وارو قبایلي مشرانو په ضمانت وخت تېرولی شي خو د ناراجسټر يا په غېرقانوني توګه د استوګنو افغان کډوالو په ضد به قانوني کاروايي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د نومليکنې يا راجسټرېشن پروسه روانه ده چې د کډوالۍ کارډونه نه لري. د کډوالو نړیوال سازمان دوه ورځې مخکې ويلي ول چې په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې دوه زره بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG