د لاسرسي ځای

پکتيکا: د جنوبي وزيرستان دوه طالب وسله وال وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي، د پوځي عملياتو پر مهال يې له قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان سره تړاو لرونکي دوه طالب وسله وال وژلي او يو يې ژوندی نيولی دی.

د پکتيکا والي وياند محمد رحمان اياز نن (پنجشنبه) مشال راډیو ته وويل چې افغان ځواکونو سېشنبه ماخستن د برمل ولسوالۍ په منګړتۍ لمن سيمه کې عمليات وکړل او اسد مسود او ګل مسود يې ووژل.

((زموږ د معلوماتو له مخې وسله وال طالبان په دې سيمه کې فعال ول او د نامنۍ په بېلا بېلو پېښو کې يې لاس درلود.))

د اياز په وينا د ګډو ځواکونو چې د هوايي ځواک مرسته هم ورسره وه، د عملياتو په نتيجه کې دوه طالب وسله وال وژل شوي او د جمال په نامه يو بل کس ژوندی نيول شوی دی چې دا مهال پوښتنې ګروېږنې ورڅخه روانې دي.

منګړتۍ لمن سيمه له ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته پرته ده چې پکې د وزيرستان يو شمېر بې کوره کړل شوي کسان ژوند کوي.

په دې سيمه کې پخوا هم افغان ځواکونو د وسله والو پر ضد عمليات کړي دي

XS
SM
MD
LG