د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د تېلو ټانکرانو اتحادیې له حکومت سره تر خبرو اترو وروسته د هړتال ختمولو اعلان کړی دی.

د اتحاديې مشر شماس شاهواني د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې له حکومت سره يې خبرې اترې کړي او فیصله يې وکړه چې هړتال ختم کړي.

دا هړتال له تېرو دريو ورځو راهيسې وو چې له کبله یې کراچۍ، اسلام اباد، پېښور، لاهور او کوټې کې د پټرولو او ډيزلو کمښت رامنځ ته شوی وو.

هړتال تر هغې وروسته وشوچې حکومت د تېلو ټينکرو لپاره قوانين سخت کړي وو.

XS
SM
MD
LG