د لاسرسي ځای

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیډریکا موګېریني ویلي ترکي لا هم د یادې ټولنې غړیتوب ته نوماند دی.

د فیډریکا موګېریني په وینا ، دا پر دې سربېره ده چې په ترکي کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه داسې جدي اندېښنې دي چې ښايي د غړیتوب په اړه د خبرو اترو مخه ونیسي.

خو نوموړې ویلي چې په دې اړه د پرمختګ لپاره به ترکي ډېر کوټلي ګامونه اخلي.

فیډریکا موګېریني دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د ترکي د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو او د اروپايي ټولنې لپاره د ترکي له استازي عمر چېلیک سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي.

نوموړې ویلي ، په ترکي کې په لوی شمېر د جمهوري اپوزېشن غړي ، خبریالان او د بشري حقونو لپاره کارکوونکي په خفه کوونکې توګه په زندان کې اچول شي.

XS
SM
MD
LG