د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي پر ایران باور نه لري


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی دی چې له نړیوالو سره د کړي ایټمي تړون درناوی وکړي او یا دې لویو لویو مسلو ته ځان تیار کړي.

ولسمشر ډونلډ ترمپ تېره اونۍ د دې پخلی کړی وو چې ایران پر دې تړون عمل کوي کوم چې د ایټمي فعالیتونو محدودولو په بدل کې پر ایران نړیوال بندیزونه نرموي.

خو نوموړي د سېشنبې په ورځ په اوهایو ایالت کې د زرګونه کسانو غونډې ته وویل چې دی پر ایران باور نه لري.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، که دا تړون هغه څه ترلاسه نکړي کوم څه چې په کار دي نو دا به د ایران لپاره لویې لویې مسلې جوړې کړي.

نوموړي وویل ، پر ځای د دې چې ایران د بندیزونو پر نرمېدو منندوی شي ، دا هیواد نور قهرجن شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG