د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د استازو جرګې پر روس د بندیزونو ملاتړ وکړ


د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونلډ ترمپ پر اعتراضونو سربېره د سېشنبې په ورځ پر روس د نویو بندیزونو لپاره په پرېکنده توګه رایې اچولې دي.

څلور سوه نولس( ۴۱۹) غړو پر روس د بندیزونو په حق کې او یوازې درو غړو یې په مخالف کې رایې ورکړې دي.

د ډیموکراټ ګوند تر څنګ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل رپبلکن ګوند غړو هم په کلکه د روس ضد ګامونو ملاتړ کړی دی.

تمه ده چې سېنټ به هم ډېر ژر عمل ورباندې وکړي. که دواړو ځایونو منظور کړ نو ښايي په یوه اونۍ کې دننه ولسمشر ته د لاسلیک لپاره ولېږل شي.

سپینې ماڼۍ ویلي ، ولسمشر د شمالي کوریا ، ایران او روس پرضد د سختو بندیزونو ملاتړ کوي او دې ته په انتظار دی چې د سېنټ له خوا تر منظورۍ وروسته د یاد بل د وروستۍ بڼې جاج واخلي اوپرېکړه وکړي چې لاس لیک یې کړي او که یې ویټو کړي.

روس او د امریکا ځینو اروپايي اتحادیانو پر دې بل نیوکې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG