د لاسرسي ځای

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوی د دې خبرې نه پخلی کوي او نه یې هم ردوي چې ګواکې د روس له خوا طالبانو ته د وسلو د ورکړې په اړه رپوټونه رښتیا دي.

د افغانستان د دفاع وزات ویاند دولت وزیري د سېشنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل ، دوی تر اوسه په دې اړه کره شواهد نه دي موندلي

دا له هغه وروسته ده چې د سېشنبې په ورځ د امریکا سي این این تلویزون خبر خپور کړ چې دوی دوې داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې دي چېافغان طالبان پکې له داسې وسلو سره څرګندیږي چې ښايي روس ورکړې وي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي چارواکو په دې اړه اندېښنه ښودلې وه چې ګواکي روس به له افغان طالبانو سره مرسته کوي. خو روس تل داسې ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د وسله والو طالبانو په فعالیتونو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پکتیا په جانخیلو ولسوالۍ کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه پر شا شوي دي خو ولسوالۍ ټوله طالبانو نده نیولې.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سېشنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل ، ډیر زر به د ولسوالۍ مرکز بیرته له وسلوالو طالبانو ونیسي.

د سېشنبې په مازیګر له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د ولسمشر غني په مشرۍ کې د امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو د هغو درې ولسوالیو پر حالت بحث کړی چې په دې وروستیو څو ورځو کې وسله والو طالبانو نیولې دي.

خبرپاڼه لیکي چې په دې ولسوالیو کې د وسلوالو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه اغیزناک وو او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په عین حال کې افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز او شا او خوا اته کلي یې بیرته له وسلوالو طالبانو نیولې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG