د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوا: پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ویلي ، سیمه ییز استخبارات د بهرنۍ تګلارې په توګهترهګر د پاکستان ضد کاروي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې جنرال قمر جاوید باجوا دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په لاهور کې یو امنیتي غونډې ته کړې دي.

جنرال باجوا ویلي چې په کابل او لاهور کې پر یوه وخت بریدونه دا په ډاګه کوي چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي.

نوموړي تور پورې کړی چې که ترهګر په ازاده توګه د افغانستان خاوره استعمال کړي نو دا بریدونه به هم داسې روان وي.

خو نه یوازې افغانستان بلکې امریکا وايي چې وسله وال په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG