د لاسرسي ځای

د قرغزستان ولسمشر وايي ځینو هېوادونو دهړکې ورکړې وې


د قرغزستان ولسمشر وايي د ځینو هیوادونو لخوا دوی ته له دې کبله دهړکې کېدې چې ولې دوی په خپله خاوره کې تر ۱۱ کلونو امریکا ته د هوايي اډې د چلولو اجازه ورکړې وه.

الماز بیک اتم بیوف د جولای پر ۲۴مه خبریالانو ته دا ونه ویل چې کومو هېوادونو دوی ته دړکې کړې وې، خو دومره یې وویل، دا چې دوی په ۲۰۱۴ م کال دا اډه تړله نو یو علت یې همدا و.

د اتم بیوف په وینا ډېرو هیوادونو ورته ویلي وو چې که اړتیا یې ولیده نو پر امریکايي جیټ الوتکو به د راکټو توغندي فایر کړي چې په داسې صورت حال کې به د دوی خلک هم اغېزمن شي.

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د ځای پر ځای کولو پرمهال له سرښار بشکیکه د باندې په ماناس هوايي ډګر کې دننه یاد هوايي مرکز فعاله کړی و.

اتم باییف په ۲۰۱۱ م کال کې د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي وو او ژمنه یې کړې وه چې د ماناس هوايي مرکز به تړي.

نوموړي واک ته له رسیدو دوه کاله وروسته، روس ته د ۱۵ و کلونو لپاره د یو بل مرکز د اجاره ورکولو منظوري ورکړه.

د ماناس هوايي بیس وروستی امریکايي سرتیری په ۲۰۱۴ م کال کې وتلی و.

XS
SM
MD
LG