د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوو اونیو کې له پاکستانه ۲۱۰۰ ناثبت شوي افغان کډوال ستانه شوي


افغان کډوال
افغان کډوال

د کډوالو نړیوال سازمان وايي په تیره یوه اونۍ کې ۲زره یو سل او ۶۲ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.

د یاد سازمان لخوا د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هیواد ته په بیرته ستنو شویو کې ۲۰۰ هغه کسان هم شامل دي چې د پاکستاني چارواکو لخوا له نیول کیدو وروسته افغان لوري ته سپارل شوي دي.

دا بې اسناده کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي د روان ۲۰۱۷ م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دوه لکه او درې شپیته زره ۲۶۳۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې همدا اوس د هغو افغان کډوالو د راجستریشن پروسه روانه ده چې د کډوالۍ کارډونه نه لري.

پاکستان که څه هم د نړیوالو قوانینو له کبله افغان کډوال پر وتلو نه دي مجبوره کړي خو په دې ورستیو کې یې پر هغوی د پخوا پرتله پام زیات کړی دی.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال له منځه راهسې پر تورخم او چمن لارو د افغانانو لپاره د تګ راتګ پر وخت ویزا شرط کړې ده.

د پاکستان د دې ګام له کبله نه یوازې افغان چارواکو د خفګان څرکندونه کړې وه بلکې تجارانو او عام خلکو هم د پاکستاني حکومت دا ګام غندلی دی.

پاکستان وايي دا هرڅه د دې لپاره کوي چې پر پوله د وسله والو د تلو راتلو په مخنیوي کې مرسته ورڅخه واخلي.

XS
SM
MD
LG