د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي د بیت المقدس له دروازې امنیتي الې لرې کوي


اسراییل وايي دوی به په بیت المقدس کې حرم شریف ته د ننوتلو په لاره کې ځای پر ځای شوي امنیتي الې لرې کړي چې د مسلمانانو غصه یې را پارولې او د خونړي تاو تریخوالي له کبله پکې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

د جولايي پر ۲۵مه د وزیراعظم بنیامین نتن یاهو د کابینې له لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې د امنیتي الو پر ځای به د څارنې له متبادلو وسایلو کار واخیستل شي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

اسراییلو د جولایي په ۲۱ مه وروسته له هغې د بیت المقدس د الاقصی جومات د ننوتو لاره کې امنیتي الې ولګولې چې د جولای په ۱۴ مه یو وسله وال تن دوه پولیس په ډزو ووژل.

مسلمانانان او یهودان دواړه یادې سیمې ته درناوی لري.

مسلمانان وايي دا یوه مقدسه خونه ده او یهودان بیا وايي دا د معبود غر دی. ډېری فلسطینیانو د ځانګړو امنیتي دروازو په تیریدو حرم شریف ته له نوتو انکار کړی و او د باندې په کوڅه کې یې لمونځونه کول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG