د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په تېره یوه اونۍ کې په زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'


د مهاجرت نړیوال سازمان وايي په تیره یوه اونۍ کې ۲زره یو سل او ۶۲ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ای او ایم لخوا د دوشنبه په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هیواد ته په بیرته ستنو شویو کې ۲۰۰ هغه کسان هم شامل دي چې د پاکستاني چارواکو لخوا له نیول کیدو وروسته افغان لوري ته سپارل شوي دي.

دا بې اسناده کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايې د روان ۲۰۱۷ م کال له پیل راهیسې تر اوسه دوه لکه او درې شپیته زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې همدا اوس د هغو افغان کډوالو د راجستریشن بهیر روان دی چې د مهاجرت کارتونه نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG