د لاسرسي ځای

افغان چارواکي: د کابل بريد نه بخښونکی عمل دی


د افغانستان په سرښار کابل کې نن سهار یوه موټر بم حمله شوې چې پکې ۲۶ تنه وژل شوي دي. دا برېد په پراخه کچه غندل شوی. افغان چارواکي وايي پر ملکي وګړو د ترهګرو بريد ښئ چې وسله وال د جنګ په مېدان کې کمزوري شوي دي.

نن کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وياند، شاه حسين مرتضوي وويل چې په بريد کې د ۲۶ کسانو وژل کېدو سربېره، تر څلوېښتو ډېر کسان زخميان شوي دي. د هغه په وېنا د وژل شوو او زخميانو شمېر لا کره نه دی او کیدای شي زیات شي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند بصیرمجاهد ازاداۍ ريډيو ته وویل چې دا موټر بم حمله نن د شپږمې حوزې په شاوخوا سیمو کې د کانونو وزارت د کارکوونکو په ګاډي شوې چې ټوله مرګ ژوبله د همدغه وزارت کارکوونکو ته اوښتې ده.

د مجاهد په خبره ۴۲ کسان په دې پېښه کې ټپيان دي. مجاهد وايي په سیمه کې په یوه نږدې هوټل کې د حملې په سبب اور هم لګیدلی دی. چارواکي وايي چې په برید کې د وژل شوو کسانو شمېر زياتيدلی شي. طالبانو د دې بريد زمه واري منلې ده.

افغان چارواکو دا بريد نه بخښونکی عمل بللی دی. ولسمشر محمد اشرف غني د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې ترهه ګرو تل انساني او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د هغه دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام یو ځل بیا په نه بښوونکي بشري ضد عمل لاس پورې کړ.

د افغانستان اجرايه رييس، عبدالله عبدالله هم بريد غندلی او ویلي يې دي چې امنيتي ځواکونه به د دې حملې پلانونکو ته سزا ورکړي.

ولسمشر غني زياته کړې: ((ترهګرو ته د جنګ په ډګر کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا درانه زيانونه اوښتي چې د تروریستي بریدونو په کولو سره یې خپله کمزوري ثابته کړه.))

ولسمشر زياته کړې چې افغان حکومت تل له توپیر پرته د تروریستي ډلو په ځپلو ټینګار کړی دی او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ډلو د ځپلو په خاطر پياوړي کوي.

په کابل کې د امريکې او پاکستان سفارتونو دا بريد غندلی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG