د لاسرسي ځای

د ترکيې او کويت مشرانو د قطر په بحران خبرې وکړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون کویت ته ولاړ او د دغه هېواد امیر سبا ال احمد ال سبا سره یې ملاقات وکړ. کويت د قطر او سعودي عرب په مشرۍ د څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د سیمه يیز تاوتریخوالي ختمولو لپاره د منځګړي په توګه کار کوي.

د کویت سرکاري خبري اژانس د خبر په ورکولو سره د ولسمشر اردغان او د کویت چارواکو ترمنځ د ملاقات نور تفصيل نه دی ورکړی. د سعودي عرب سرکاري اژانس ) SPA) د راپور تر مخه، کویت ته تر سفر وړاندې ولسمشر اردغان د سعودي عرب جدې ښار ته تللی وو او هلته یې له باچا سلمان سره د سخت دریځۍ ضد مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.

سعودي عرب، متحده عربي اماراتو ، بحرین، مصر او ځينو نورو هېوادونو د وسله والو سره د مرستو او ایران سره د نيزدې اړیکو ساتلو په تور له قطر سره سفارتي او نورې اړیکې پرې کړې دي خو قطر دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG