د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرګي کسلیاګ ماسکو ته ستون شو


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په امريکا کې د روسيې لانجمن سفير سرګی کسلياګ خپله نهه کلنه موده پوره کولو وروسته له واشنګټن څخه ماسکو ته تللی دی.

د روسيې سفارت وايي، ۶۶ کلن سفير موده پوره شوې او د نويو ذمه واريو پر غاړه اخستو لپاره ماسکو ته تللی دی.

د روسيې انټرفيکس خبري اژانس د يوې حکومتي سرچيني له قوله ويلي،ښاغلی کسلياک ښايې د روسيې د سینیټ غړی شي.

کېدای شي د روس د بهرنيو چارو مرستيال وزير اناتولي انتونوف د سرګی کسلياک پر ځای په امريکا کې د روسيې سفير شي. خو په دې اړه به لا هم کريملن منظوري ورکوي.

ښاغلی کسلياک هغه وخت لانجمن شو چې دا تورونه ولګېدل چې روسيې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکايي په ولسمشرېزه ټاکنو کې مداخله کړې وه.

د ډونلډ ټرمپ له کمپاين چلونکو او د انتقالي دورې له غړيو سره د هغه د ملاقاتونو په اړه د کانګرس ځينې کميټۍ، انصاف وزارت او د پلټنې فيدرالي اداره څېړنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG